د جرمني دفاع وزیرې ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.
د بلخ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني د دفاع وزیره اورزولا فن در لاین بلخ ته ورغلې او هلتهیې د شاهین قول اردو له قوماندان سره د خپلو پوځيانو پر فعالیت خبرې کړې دي.
ښاغلي رضايي وویل چې د جرمني د دفاع وزیرې ویلي چې په نږدې وخت کې بهیې اضافي پوځيان افغانستان ته واستول شي، خو دقیق وخت یا شمېر یې نهدی څرګند کړی.
د جرمني دفاع وزیره په دوه ورځني سفر بلخ ته تللې ده.
د ناټو تر قوماندې لاندې جرمني عسکر په بلخ کې مېشت دي.