د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا هم ښايي روسي سفارتکاران وشړي


امریکایۍ او نړېوالې رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په برتانیا کې دروسیې یوه پخواني جاسوس ته د زهر ورکولو په سر ممکنه ده لږ تر لږه ۲۰ روسي سفارتکاران له خپلې خاورې وباسي. سي اېن اېن او رایټرز خبري اژانس پرون [اتوار] په خپلو راپورونو کې لیکلي چې ښايي دا پرېکړه به نن د وشنبې په ورځ عملي شي.

د روسيې پخوانی جاسوس سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا د مارچ په څلورمه د ښار په منځ کې د لرګي پر یوه څوکۍ موندل شوي ول چې بیا روغتون ته په نازک حالت کې رسول شوي ول.

برتانیا ویلي، زیات امکان دا دی چې د دې پېښې تر شا مسکو لاس لري خو مسکو انکار کوي. اروپايي ټولنې هم دا نظر تایید کړی دی. لندن د دې پېښې په غبرګون ۲۳ روسي سفارتکار له خپلې خاورې اېستلي ول. مسکو دا تورونه رد کړي او په ځوابي اقدام کې یې د برتانیا ۲۳ سفارتکاران له روسیې اېستلي ول.

د سپینې ماڼۍ ویاند راج شا ویلي، واشنګټن په دې اړه لارې ګودرې لټوي خو په دې اړه یې نور تفصیلات ور نه کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG