د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاشکند کې د افغان سولې نړیوال کنفرانس پیل شو


د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان سولې په اړه یو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پېل شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عرب او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محد اصف هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړې به یې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا مهمه ده او د کابل پروسې د دوهم کنفرانس د پرېکړو ملاتړ به وکړي.

د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال، توماس شانون نن په دې غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په تاشکند کې روانه غونډه به په افغانستان کې د سوله‎یېز سیاسي جوړجاړي لپاره د کابل پروسې په کنفرانس کې د شوي پرمختګ ملاتړ وکړي.

سره له دې چې غونډه د افغانستان د سولې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه د دولتونو د استازو ترمنځ ده، نو د طالبانو د استازو ګډون په پام کې نه‎دی نیول شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG