په ترکمنستان کې د پارلېماني ټاکنو لپاره رايه اچونه پیل شوې ده. په انتخاباتو کې درې سياسي ګوندونه او ځينې خپلواک کانديدان برخه اخلي.
ټول کانديدان د ترکمنستان امر ولسمشر ګوربانګولي بردي محمدوف ته وفادار دي. د ولسمشر ۳۶ کلن زوی سردار بردي محمدوف هم په ټاکنو کې برخه اخلي او نوموړي ته د پلار د ځای ناستې په سترګه کتل کېږي.
سرکاري شمېرې ښيې چې د سهار تر نهو بجو پورې ۲۵ فيصده کسانو رايې ورکړې وې. پر انتخابي حوضو کې ملي ترانې غږېږي او نڅاګانې کېږي.
د جنورۍ په مياشت کې واشنګټن مېشتې غير حکومتي ډلې فريډم هاوس په خپل رپورټ کې ترکمنستان د نړی په هغو ۱۲ هېوادونو کې ياد کړی وو چې پکې د سياسي او مدني ازاديو وضعيت ډېر خراب دی.