د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې برید کې وژل شوی پولیس "اتل" دی: مکرون


د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون د مارچ پر ۲۳مه په ترهګر برید کې وژل شوی پولیس افسر اتل بللی دی.

خلکو او چارواکو ۴۴ کلن کرنل ارناود بېلترامي ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې. مکرون د شنبې پر ورځ وویل، د ډزو او یرغمالولو په پېښه کې د وژل کېدو له کبله بېلترامي د ټول ولس د درناوي او شاباسي وړ دی.

په پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۶ ژوبل ول. یو ۲۵ کلن وسله وال هم هغه مهال ووژل شو چې پولیس پر هغه لوی دوکان ورننوتل چې پکې خلک یرغمال شوي ول.

د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې پر ملي سطحې به وژل شوي پولیس ته د عقیدت د پېرزوینو وړاندې کولو غونډه کوي، خو په دې اړه یې تفصیل ورنکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG