د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د لیبیا په هوايي بريد کې مو دوه ترهګر وژلي


د امریکا پوځ وايي په لیبیا کې يې په هوايي حمله کې يو کور په نښه کړی او دوه ترهګر يې وژلي دي.

په افريقا کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ د مارچ په ۲۴ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د اوباري ښار په ځنډو کې کړې دا حمله یې د ليبيا حکومت سره په همغږۍ کړې ده.

د لیبيا حکومت يو وياند، محمد السلاک رسنيوو ته ويلي چې بريد د ترهګرو د مشرانو د يو ملاقات پر مهال شوی خو تر اوسه د وژل شوو پېژندګلوي نه ده شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG