نن د پاکستان سپر لېګ شل اووريزه کرکټ سياليوو په پای لوبه يا فاینل کې پېښور زلمي د اسلام اباد يونايټد په وړاندې لوبېږي. دا سيالي به نن ماښام په کراچۍ کې وشي.
د يو بل خبر تر مخه نن د زمبابوی په هراری کې افغانستان د ويسټ انډيز په وړاندې په يوه ورځنۍ کرکټ لوبه کې مېدان ته وځي.
دا لوبه د ۲۰۱۹ کال نړيوال کپ ته د غوراوي لپاره ترسره شوو سياليوو فاينل مېچ يا پای لوبه ده. دواړه لوبډلې لا وار دمخه دغه نړيوال جام ته رسېدلي دي.