په شام کې سرکاري رسنۍ وايي چې پرون ناوخته په سلګونو ياغي جګړه مارو او د هغوی کورنيو له ختيځ غوطه څخه وتل پېل کړي دي.
دا خلک د حکومت او ياغيانو تر منځ د شوي تړون ترمخه د ياغيانو تر کنټرول لاندې نورو سيمو ته ولاړل.
ياغيانو د د دمشق په ختيځ کې درې ځايونو لاندې کړي وو چې اوس د پرونۍ وتنې سره يې دوه حکومت ته پرېښي دي.