د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د دوو عيسايانو په وژنې تورن ۲۰ کسان پرېښودل شوي دي


شهزاد مسيح او شمع مسيح
شهزاد مسيح او شمع مسيح

پرون په پاکستان کې يو عدالت د يوې عيسوۍ ښځې او د هغې د خاوند سوځولو په پېښه کې تورنو ۲۰ کسانو د خوشي کولو حکم کړی دی.

دا پېښه په ۲۰۱۴ کال کې شوې وه او دا شل کسان له هغو ګڼو کسانو څه وو چې پر شهزاد مسيح او شمع مسيح يې تشدد کړی او هغوی وژلي وو.

دوی په پنجاب کې د خښتو د پخولو په بټۍ کې کار کاوه او د قران په سپکاوي تورن شوي وو.وروسته معلومه شوه چې دا تورونه بې بنیاده وو.

په ۲۰۱۶ کال کې د لاهورترهګرۍ ضد عدالت ۶۹ کسان خوشي کړل خو د دې پېښې په جرم يې پنځو کسانو ته د مرګ او لسو نورو ته د قېد سزاوې واورلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG