د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې یاغیانو ځینې سیمې خالي کړې دي


په شام کې د جنګ څارونکي وايي د روس لخوا د شوې لوظنامې په نتيجه کې د دې هيواد ياغي وسلوالو په مشرقي غوطه کې يوه محاصره شوې سيمه پريښودې او د بلې خالي کولو پلان لري .

په دې ګام سره شامي ځواکونه د دې جوګه شوي چې د دمشق د هغو زياترو مضافاتي سيموکنټرول ترلاسه کړي چې جنګ پکې روان دی.

دې پرمختګونو شامي ولسمشر بشارالاسد لويې بريا ته نږدې کړې .دا روسته له هغو ده چې د ۲۰۱۶ م کال راهيسې له حلب څخه پر زوره د ياغي وسلوالو ويستل پېل شول.

خو د اسد اپوزيشن اوس هم د شام په شمال او جنوب غربي سيمو کې ځينې پياوړي مرکزونه لري.

د شام د بشري حقونو څارونکي وايي ، د روس ملاتړ لرونکی شامي حکومت چې د فرورۍ له اتلسمې راهيسې يې په مشرقي غوطه سيمه بريدونه پيل کړي، تر دې دمه يې څه باندې ۱۶۰۰ ولسي وګړي وژلي خو د دمشق د مضافاتي سيمو نوي فيصده برخه يې بيرته په خپل کنټرول کې اخستې.

سږکال د شامي ځواکونو لخوا په هيواد کې د يو لړ سيمو پرله پسې کنټرول ترلاسه کولو وروسته د مشرقي غوښته سيمې بيرته نيول د اسد په لومړيتوبونو کې وو.

مشرقي غوطه سيمې له ۲۰۱۲ م کال راهيسې د حکومت له کنټروله وتلې وه. د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه پر ياده سيمه د بريدونو په پېل کې شا و خوا ۴۰۰۰۰ خلک خلک بند پاې وو چې خوراک او دويانو ته يې رسايې نه کېدله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG