د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپرلیګ پای لوبه سبا تر سره کېږي


د پاکستان سوپر ليګ پای لوبه د یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې ترسره کېږي.

په دې لوبه کې به د تېرو دوو ټورنامنټونو ګټونکې لوبډلې پيښور زلمي او اسلام اباد يونايټېډله یو بل سره بازۍ کوي.

ټاکل شوې ده چې لوبه له ځايي وخت سره سم د ماښام پر اووه بجې پیل شي.

بلخوا نن د فاټا سپرليګ په پنځمه ورځ په باجوړ کې هم د دې سيمې زمري لوبډلېفخر خېبر ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده.

په فاټا سوپر ليګ کې ۲۴ لوبډلې برخه اخلي چې پکې به هره لوبډله پينځه پينځه ميچونه کوي

XS
SM
MD
LG