د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر نهو ایراني وګړو او یوې کمپنۍ بندیزونه لګولي


امریکايي چارواکو یوه ايراني کمپنۍ او نهه ايرانیان تورن کړي چې د ایراني حکومت لپاره يې د ملګرو ملتونو، د امریکايي حکومت د ځينو ادارو په سلګونو پوهنتونونو او لسګونو کمپنيانو نه یې په لويه پيمانه ډيټا غلا کړي دي.

د جمعې په ورځ د امریکا مرستيال اټارني جنرل راډ روزنټين د محکمه انصاف له ځيني نورو چارواکو سره په ګډه د دې تورونو اعلان وکړو.

امریکايي چارواکو زیاته کړې چې د دې کسانو تعلق له هغه مبنا انسټيوټ سره دې چې د ايراني حکومت لپاره له تيرو څو کلونو راهیسې انترنيټي مالومات غلا کوو.

د چارواکو په خبره دغو کسانو په ډېرو وختونو کې د ايراني حکومت او په خاصه توګه د ايران د انقلابي ګارډ په وينا دا کار کړی دی.

امریکا چارواکي وايي، مبنا انستيوټ په خاصه توګه د ایراني تحقيقاتي ادارو د مالوماتو غلا کولو لپاره جوړه کړل شوې وه.

اټارني جنرل وويل، دا کسان اوس عدالت ته مطلوب دي او که له ايرانه بهر د سلو زیاتو هېوادونو ته دوی سفر وکړو نو هغه هېوادونو امریکا ته حواله کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG