د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت: خلکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکار کړی


د خيبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د ۲۲ کليو خلکو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پرضد د روان کمپاين پر مهال د څاڅکو له ورکولو انکار کړی دی.

دوي وايي حکومت دې لومړی د دوي د بنیادي ضروروتونو غوښتنې پوره کړي بیا به ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

د لکي مروت د بيګو خيلو سیمې د ۲۲ کليو د کميټۍ مشر همایون خان مشال راديو ته وویل، “حکومت هر کال په ډيره باقاعدګۍ سره د ګوزڼ د څاڅکو کمپاين لپآره زموږ سیمو ته راځي ، خو چې کله ورنه د بنیادي ضروروتونو لکه دسړک جوړولو، د بجلي د نیشتوالي ، او نورې غوښتنې وکړو نو هغه نه پوره کوي.”

همایون خانزیاته کړه چې د دوي دا انکار به تر هغې وي تر څو چې یې د بنیادي ضروروتونو پوره کولو غوښتنې نه وي پوره شوې.

د لکي مروت ضلعې اسسټنټ کمشنر شایان جاوا نن مشال راديو ته وويل چې دغو خلکو تيره اونۍ له پیل شوي کمپاينه بايکاټ کړی وو خو اوس دوي ورسره خبرې اترې کړې دي او دا کمپاين به د ګل په ورځ بیا پيليږي.

تيره اونۍ په جنوبي وزيرستان کې د دوتاڼو قبيلې خلکو هم خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد څاڅکو له ورکولو ځکه انکار کړی وو چې د دوي په خبره يوې بلې قبيلې د دوي پر مځکه قبضه کړې وه او حکومت هغه قبضه نه ختموله.

د صحت ماهرين وايي چې د پنځو کالو نه کم عمره ماشومانو تهد پوليو پرضد څاڅکي ورکول ځکه ضروري دي چې ګوزڼ ټول عمري ناروغي ده.

XS
SM
MD
LG