د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په سړو سیمو کې تعلیمي کال پیل شو


د افغانستان په سړو سیمو کې د مارچ پر ۲۴مه نېټه نوی تعلیمي کال پېل شو.

د پوهنې وزارت په وینا، سږکال تر یو میلیون زیاتو نویو زده کوونکو ته د زده کړې امکانات برابرولائ شي.

د وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل: "سږکال په ټول افغانستان کې د ۳۰۰ نویو ښوونځیو جوړولو پلان لرو او د ۶۰۰ ښوونځیو ودانۍ به ورغوو."

د کبیر حقمل په وینا،د افغانستان د پوهنې وزارت سږکال په لومړي پړاو کې ۸۰۰۰ او په دوهم پړاو کې ۱۳۰۰۰ ښوونکي په دندو وګومارل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG