د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د پورونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې لرم


د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي، د پورونو د زیاتوالي او نورو مسئلو په اړه اندېښنې لري خو د حکومت د لګښټ لپاره د ۱ اعشاریه درې اربو ډالرو بل لاسلیکوي.

د ولسمشر ټرمپ دا کار به هغه اندېښنې پای ته ورسوي چې د درېیم ځل لپاره د امریکايي حکومت د کاربندۍ امکان رامنځته کړي.

د امریکا ولسمشر د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "په دې بل کې زیات موارد شته چې زه یې په اړه خوشحاله نه یم. زه به بیا هېڅ کله داسې قانون لاسلیک نه کړم."

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې په قانون کې داسې زیات موارد ځای شوي وو چې د امریکا د پوځ جوړونې لپاره یې لاسلیک ته اړ شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG