د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر د بلخ والي سوله ییز بدلون وستایه


په افغانستان کې د امریکا سفیر له عطا محمد نور څخه، نوي والي ته د بلخ د چارو د سوله ییز انتقال هرکلی کړی.

د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي عطا نور تر منځ تر اوږدې لانجې وروسته د پنجشنبې په ورځ د بلخ چارې محمد اسحاق رهګزر ته وسپارل شوې.

په کابل کې امریکايي سفیر جان باس تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، د افغانستان د جمهوریت روغوالی د ادارو د لا زیاتې پیاوړتیا، په سوله ییز ډول د لانجو هواري او د انتخاباتو له لارې پر مشرانو د ولس د باور له تازه کولو سره تړلی دی.

باس په خپل بیان کې افغان حکومت او نور په دې ستایلي، چې په وینا یې، د خلکو ګټو ته یې لومړیتوب ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG