د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په شمال کې هوايي برید ګڼ داعشیان وژلي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امریکايي مشر وايي، افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو د هېواد په شمال کې د اسلامي دولت ډلې له خوا د بهرنیو جګړه مارو په وسیله د افغانانو د ویرولو صلاحیت یې له منځه وړی دی.

د ناټو له خوا د پنجشنبې په ورځ په بیان کې د جنرال جان نېکلسن له خولې ویل شوي چې ګډو ځواکونو پرون په جوزجان ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال اسلامي دولت ډلې ته سخت زیان رسولی دی.

بیان وايي، تر دې مخکې د روانې میاشت پر ۱۶مه ځواکونو په هوايي برید کې د اسلامي دولت ډلې دوه قومندانان عمیر او ابو سمیه وژلي دي.

جنرال نېکلسن ویلي دي چې په جنورۍ کې افغان ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یو مشر خطاب اکا نیولی وو چې دې ډلې ته یې بهرني وسله وال ورجذبول.

نوموړی زیاتوي چې په اسلامي دولت ډله کې زیاتره وسله وال د پاکستان،د ازبکستان اسلامي غورځنګ او شاوخوا ۱۰ فیصده یې د نړۍ له ځېنو نورو برخو څخه دي.

بیان زیاتوي چې دا ډله افغانان خپلو لیکو ته نشي جذبولای نو ځکه پر بهرنیو وسله والو متکي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG