د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور زلميانو کويټه ګلېډيېټرز ته ماتې ورکړه


د پاکستان کرکټ سپر ليګ په لړ کې بیګا پېښور زلمي کویټه ګلېډیټرز ته تر دلچسپه لوبه وروسته په یوه منډه ماتې ورکړه.

د لاهور په قذافي سټېډیم کې ترسره شوې دې لوبه کې پېښور زلمي لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شوو شلو اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوټې لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبه د پېښور زلمي په یوه منډه وګټله.

پېښور زلمي به نن ماښام په ورستۍ نیمه پای لوبه کې له کراچۍ کنګز سره بازۍ کوي. د یادونې وړ ده چې اسلام اباد یونایټیډ لوبډله وار له مخه پای لوبې (فاینل) ته وتلې ده.

پای لوبه به د مارچ پر ۲۵ په کراچۍ کې تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG