د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې ترهګرۍ ضد عدالت یوه کس ته د مرګ سزا واوروله


په کوټه کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنسي تېري او وژنې په جرم يو کس ته د مرګ سزا اورولې ده.

پر جنېد شهزاد تور وو چې څلور کاله وړاندې يې په کوټه کې پر اووه کلنې ماشومې سحر بتول جنسي تېری کړی وو او وروسته يې وژلې وه.

د هغې د وژلو په جرم کې د ترهګرۍ مخنيوي ځانګړي عدالت جج غلام صديق بازيي د سېشنبې په ورځ هغه ته د مرګ سزا واوروله.

د سحر بتول مور او پلار پر عدالتي پرېکړې ډاډ څرګند کړ.

بلخوا د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړي د هغې له مور او پلار سره د خواخوږۍ لپاره د اورېدنې پر مهال موجود ول.

په پاکستان کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکی سازمان ((ساحل)) د کلني راپور له مخې په دې هېواد کې په تېر يوه کال کې د ماشومانو د ځورونې ۴۱۳۹ پېښې رامنځ ته شوي دي.

د راپور له مخې پر دې مهال ۱۰۰ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG