د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملګري ملتونه دې وزیرستان کې سرغړونو ته پام وکړي "


مشال رېډېو عمر دراز وزیر

قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کي د ګرېنډ وزیرستان امن جرګي او د سیمې نورو مشرانو لخوا لویه جرګه رابللې او وايي، چې له پو لېټېکل انتظامیې او پوځي چارواکو سره یې لیدلي او ورسره یې پر راوانو حالاتو او د ځايي ولس په مشکلاتو خبرې وکړي.


د جرګي مشرانو مشال رېډېو ته وویل خواوشا یوه نیمه اونۍ کېږي چې پر سامان وړونکو ګاډو د بندیز له وجې له افغانستان سره پر کرښه وړلو راوړلو (ایمپورټ اېکسپورټ) کاروبار په ټپه ولاړ دی، او هلته خوراکي توکو بیې څو چنده زیاتي شوې دي چې ولس یې د بي زارۍ ترحده رسولی دی.

د وزیر ستان امن لویې جرګې مشر ملک جانفراز مشال راډېو ته وویل، دولت هر څه بند کړي او د بشري حقونو سرغړونه کوي.

دی وايي: ((د تېرې میاشتې له ۲۳ مې نېټې دولت په سامان وړونکو ټرکونو بندیز لګولی، غله نه رارسېږي، د بشري حقونو سرغړونه کېږي، د پښتو روایاتو سرغړونه روانه ده، چې د جنګ حالات وي پر عوامو خوراکي توکي نه بندېږي، موږ له ملګرو ملتونو (اقوام متحده) اپېل کوو چې د دولت لخوا هلته د بشري حقونو سرغړونې نوټس واخلي.))

قبایلي مشر او راوانو ټول ټاکنو له پاره شمالی وزیر ستان نه امېدوار مولانا ګل رمضان وايي د پولېټکل انتظامیې، پوځي او استخباراتي ادارو چارواکو ته یې د خبره په ډاګه کړې، چې د ځايي ولس مشکل ته پاملرنه وکړي او دوی نور د دولت پرضد په احتجاج مجبوره شوي، چې بیا نور څه جوړېږي دولت به یې ذمه داره وي.

دی وايي(( کاروبار په ټپه ولاړ دی، د سیمې خلکو په کروړونو تاوان راوان دی، پر ولس یې هر څه بند کړي دي، چې لوی تاوان به ترې جوړ شي که د مشکل نور حل نه کړي، او بل قدم به یې خپل جمهوري حق دی چې ټول وزیر ستان به په احتجاج راووځي))

په سیمه کي موجود د پولېټېکل انتظامیې او پوځي چارواکي لا هم پر دې موضوع هېڅ نه وايي چې تر کومه وخته به دغه بندیز راوان وي.

باده دې وي، چې د تېرې میاشتې په ۲۳مه نېټه د شمالي وزیر ستان پر ایشا امنیتي پوسته له ځانمرګي بریده پس شمالي وزیر ستان ته پر سامان وړونکو ګاډو بندیز راوان دی، چې له وجې یې د سلګونو په شمېر له سامانونو ډک ګاډي په نیمه قباییلي سیمه بکاخېل ولاړ دي، چې پکي دوایانې او نور خوراکي توکي شتون لري چې د خرابېدو ډېره اندېښنه یې ده.
XS
SM
MD
LG