د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي ، ۲۳ برتانوي ډپلوماټان به له هیواده وباسي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو به پرپخوانيو جاسوسانو د اعصابي بريد په اړه ۲۳ بریتانوي ډیپلوماټان وباسي.

پر دې مسله د مسکو او لندن ترمنځ تاوتریخوالی زيات شوی دی. د بريتانيا ډیپلوماتانو ته یوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې له روسيې ووځي.

د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي چې په روس کې د بريتانيا برټش کونسل د تړلو او په سېنټ پیټرزبرګ کې د بريتانيي قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو لپاره تړون هم بېرته اخیستل شوی.

روس دا ګام له هغې وروسته اخيستی چې بريتانيې ۲۳ روسیې ډیپلوماټانو ته امر وکړ چې له هېواده يې ووځي.

بريتانيا تور پوري کوي چې په دغه هېواد کې د روسیې پخواني جاسوس او د هغه لور ته روسي ايجنټانو زهر ورکړي وو.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په 17 په مسکو کې د بريتانيا سفير وربللی و او د روس د تازه اقدام په اړه يې خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG