د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران د عراق ټاکنو کې د لاسوهنې هڅې کوي


د امریکا د دفاع وزیر جیمز مېټيس پر ایران تور لګولی چې د عراق په پارلېماني انتخاباتو کې د لاسوهنې ناکامې هڅې کوي.

د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي غواړي په مې میاشت کې کېدونکو انتخاباتو کې د بل ځل لپاره واک تر لاسه کړي.

مېټيس د مارچ پر ۱۵مه د منځني ختیځ او افغانستان تر دورې وروسته واشنګټن ته د واپسۍ پر وخت خبریالانو ته وويل چې ایران د عراق په ټاکنو کې د لاسوهنې کوښښ کولو سره د روس پر لاره روان دی.

د مېټيس دغه خبره هغو تورونو ته په اشاره وه چې ګواکې روس د امریکا، فرانس، میکسیکو او نورو هېوادونو په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.

مېټيس وویل اندېښمنوونکي شواهد لري چې ایران د پیسو په استعمال سره د عراق پر انتخاباتو د اثر اچولو کوښښ کوي.

خو نوموړي زیاته کړه دا ډېرې پيسې نه دي او دوی باور لري چې څه ګټه نه شي رسولای.

ایران تر اوسه د دغو تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلې خو پخوا یې په عراق کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG