پېښور هاي کورټ دا پرېکړه د پنجشنبېپه ورځ د عباس خان نومي هغه تن د درخواست کتلو پر وخت کړې چې تعلق یې د پېښور د نیمي قبایلي برخې یا ایف ار پېښور سره دی.
د پیښور هاي کورټ جسټس قیصر رشید او جسټس ایوب خان شریک دوه کسیزه بینچ ته د عباس وکیل اېډوکېټ امین الرحمان یوسفزي وویل چې عباس خان ته د ایف ار پیښور د اسسټنټ پولیټکل لخوا یوه پروانه یا سمن د ۲۰۰۷م کال د فرورۍ پر اوومه رسېدلې وه چې دی دې یاد شوي دفتر ته حاضر شي.
اېډوکېټ امین الرحمان یوسفزيویلي ، چې کله عباس خان ورغلی نو د اغوا برای تاوان په یو مقدمه کې یې نیولی وو.
اېډوکېټ امین الرحمان یوسفزيزیاته کړې چې عباس خان بیا د ترهګرۍ عدالت عمر قید سزا کړو چی په ۲۰۰۹م کال کې هاي کورټ دغه سزا ختمه کړه او عباس یې بري کړ.
نوموړي ویلي چې عباس خان د ایف ار پیښور انتظامي مشرانو , کمشنر ایف سي ار او سیکرټري لا اینډ ارډر ته درخواستونه ورکړل چې هغه ته ذهني تاوان رسولو لپاره دې د اسسټنټ پولیټکل ایجنټ ضد ګام پورته کړي خو هغوي یې نه پورته کوي.
د اېډوکېټ امین الرحمان یوسفزي په وینا ، هم دا وجه ده چې عباس خان له پېښور هاي کورټ څخه غواړي چې ده ته دې انصاف ورکړل شي.
د پېښور هاي کورټ عباس خان ته ویلي چې ایف سي ار ټریبیونل ته ولاړ شي.