د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ارمان چې د غني خان په څېر نابغه خلک نه مړه کېدای"


غني خان
غني خان

د مارچ ۱۵مه د نوميالي پښتون شاعر او مفکر غني خان له ۲۲م تلين سره سمون خوري.

نوموړی د خدايي خدمتګار او د عدم تشدد فلسفې د لارښود، باچا خان زوی وو او د خپل ځانګړي شعر او فلسفي خيالاتو له وجې په لر او بر پښتون وطن کې شهرت لري.

هغه د ۱۹۱۴ ز کال په دسمبر مياشت کې د چارسدې په اتمانزو کلي کې زېږېدلی وو.

د غني خان لمسی بهرام خان وايي، دوی هر کال د خپل بابا تلين لمانځي او له هغه سره تېر کړي ښه وختونه يادوي.

بهرام خان وویل ، “ موږ د غني بابا د تلين پر ورځ په کور کې د قران شريف ختم او خيرات کوو. مرګ حق دی، خو زه وايم کاشکې د غني خان په څېر نابغه شخصيتونه هېڅ نه مړ کېدای”.

ده وویل ، “ زما په ياد دي چې يوه ورځ يې ولي خان بابا ته ويل، د پښتنو لپاره مې د قدر وړ څه و نه کړل او همداسې به مړ شم. ولي بابا ورته په ځواب کې وويل، باچا خان او ما به خلک هېر کړي خو هغه څه چې تا ليکلي، تل به دې ژوندی وساتي”.

بهرام خان زیاته کړه چې غني خان د ده نيکه وو، خو دوست یې هم وو. راته ويل به يې چې ورسره کېنم او پوښتنې ترې وکړم. د هغه د مړينې په ترڅ کې مو لوی تاوان وکړ.

د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ او شنونکی، افراسياب خټک، چې له غني خان سره يې له نيږدي ليدلي، وايي چې نوموړي د خپل هنر او سياست له لارې غوښتل پښتنو ته د ژوند نوې او روښانه لارې وښيي.

افراسياب خټک وویل ، “ په باجوړ کې خلک وايي چې د دغه سيمې د کيمور غر ډېر مخونه دي. د غني خان شخصيت هم د کيمور د غر په شان وو. هغه شاعر وو، انځورګر وو، موسيقار وو، فلسفي وو، سياستدان وو، هغه مصنف او محقق وو. که په لنډه توګه ووايو، غني خان په پښتنو کې د رينسانس سړی وو، د نوي ژوند د خپلولو يو نښه او علامت وو”.

افراسياب خټک وویل ، “ د غني خان په شاعرۍ کې د پښتنو د تهذيبي شعور د علامو تر څنګ د ژوند او فکر ټولې فلسفې موندل کېدای شي”.

افراسياب خټک زياتوي، پښتنو ته د غني خان د شعر او افکارو رسولو لپاره، هغه رنګ چې لازمه ده، کار نه کيږي.

نوموړي زیاته کړه چې “ د غني خان شعر او د هغه افکارو ته بايد په تعليمي نصاب کې ځای ورکړل شوی وای. په پوهنتونونو کې بايد د غني خان پېژندنې څانګې وای. د پاکستان ميډيا هم د غني خان يا د پښتنو د نورو اتلانو پر ژوند او کار پروګرامونه نه جوړوي”.

د افراسياب خټک په وینا ، پر دې هر څه سربېره، د غني خان يوه ښه بيوګرافي هم نه ده ليکل شوې. نو په دغه برخه کې ډېر کار ته اړتيا شته. خو زه چې ګورم چې پښتانه ځوانان د غني خان په اړه معلوماتو تر لاسه کولو کې دلچسپي لري، نو ډاډ راته پيدا شي چې که خير وو دا کارونه به وشي.

غني خان د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۱۹۹۶ ز کال د مارچ پر ۱۵ مه د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې ومړ.

نوموړي په يو شعر کې ويلي،

ما مرګي ته شروع کړې
د ژوندون د خېشت کيسه ده
دجنون او د جانان دا
څه عجبه فلسفه ده

XS
SM
MD
LG