د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې دوه موټر بمه او شپږ وسله وال ونیول شول


خوست کې نیول شوی موټر بم. ۱۴م مارچ ۲۰۱۸
خوست کې نیول شوی موټر بم. ۱۴م مارچ ۲۰۱۸

تېره شپه د افغانستان د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د زوړ کوټ په سیمه کې دوه موټر بم له شپږ وسلوالو او یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

نن د چارشنبې په ورځ د تندر قول اردو له رسنیز دفتر څخه مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یو سراچه او بل صرف ډوله ګاډی چې له چاودیدونکو توک ډک ول، د شپږ وسلوالو سره یو ځای د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه او څلور توفنګچې هم د ملي اردو ځواکونو لاسته لویدلي دي.

په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې موټر بم يې شنډ کړی او ډېر ژر به د نیول شویو ګاډو او وسلوالو پوره جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې په ورته توګه یو موټر بم په همدې سیمه او دویم موټر بم د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې هم نیول شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG