ایرانۍ رسنيو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د یاد هیواد پخوانی مرستیال ولسمشر حامد باغې د درغلیو په تور کې بندي کړل شوی دی.
فارس خبري اژانس په تهران کې د څارنوال د دفتر د چارواکو له خولې ویلي چې پولیسو حامد باغې نیولی او زندان ته یې وړی دی.
دا له هغه وروسته ده چې حامد باغي د تېر کال په ډسمبر کې د بې ځایه خرڅونو او غېرقانوني کاروبار کولو په تور کې په ۱۵ کلن بند محکوم شوی وو.
حامد باغي په ۲۰۱۵م کال کې هم د درغلیو په تور کې د څه وخت لپاره بندي شوی وو.
نوموړی د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد مرستیال پاتې شوی وو او هغه ته ډېر نژدې ګڼل کېږي.