د ترکي پوځ وايي ، د شام په شمال کې پر عفرین ښار راګرځېدلی دي کوم چې د پولې هغې غاړې ته د کردي ملېشې پرضد د ترکي پوځ د عملیاتو هدف دی.
د ترکي پوځ د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې له خپلو شامي یاغیانو ملګرو سره یې د عفرین په شاوخوا کې مهمې سیمې نیولې دي. ځايي کردي چارواکو په سم دستي توګه د دې پخلی ندی کړی.
خو د شام د بشري حقونو ډلې ویلي چې ترکي او شامي اتحادیانو یې پر عفرین ، نهوي (۹۰) کليو او یو نژدې ښارګوټي راګرځېدلي دي.
په لندن کې مېشتې د بشري حقونو یادې ډلې ویلي د ترکي د خوځښت پرمهال په زرګونه خلک له عفرین سیمې وتلي دي.
ترکي د روان کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه پر عفرین هوايي بریدونه پیل کړي وو چې هدف یې دا سیمه له – وای پي جي – نومي کردي ملېشې پاکول دي. ترکي دا ډله ترهګره بولي.