د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د ټیلرسن پر څوکۍ د سي ای اې مشر وګمارلی


د امریکا بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن
د امریکا بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن له خپلې څوکۍ ليرې کړ. نوموړي نن په خپل ټويټر پېغام کې ليکلي، د امريکا د استخباراتي ادارې سي ای اې مشر مايک پومپيو به د دې هېواد د بهرنيو چارو نوی وزير وي.

د نوموړي په وينا د سي ای اې مشري به ګينا هېسپل ته ورکول کېږي او هغه به لومړنۍ ښځينه وي چې د دې ادارې مشري به په غاړه ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG