د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکرین کې یو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل


اوکرېن وايي د دغه هېواد په ختیځ کې د نښتو پر مهال یې یو پوځي وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د اوکرېن دفاع وزارت وویل د روس پلوو بیلتونپالو په تېرو ۲۴ ګنټو کې څو واره له ډزبندۍ سرغړونه وکړه.

بلخوا بیلتونپالان بیا ادعا کوي چې د یوکرېن حکومتي ځواکونو د ډزبندۍ خلاف ورزي کړې او پکې یې د مارټر او مشینونو ډزې کړي دي.

د ۲۰۱۴م کال اپریل راهیسې په یوکرېن کې د حکومتي ځواکونو او روس پلوه بیلتونپالو ترمنځ جګړه کې څه باندې ۱۰۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

د یوکرين ختیځې برخې دونیڅک او لوهانڅک د وسله والو تر ولکې لاندې دي.

په ۲۰۱۴م او ۱۵م کلونو کې د دې شخړې د هواري لپاره د ډزبندۍ لوظنامې شوي خو ناکامه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG