د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پرضد پولیسو رپوټ کړی


کلا سیف الله: د ژوب په کلا سیف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه. ۱۰م مارچ ۲۰۱۸
کلا سیف الله: د ژوب په کلا سیف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه. ۱۰م مارچ ۲۰۱۸

پراګ - د بلوچستان په ږوب او قلعه سيف الله ضلعو کې پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو او د هغوی د غونډو د منتظمينو پرضد رپورټ درج کړی دی. د ږوب ضلعې د پوليسو افسر اېس پي سردار ماوران خان لغاري نن سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د رياست پرضد ويناوې شوې وې.

(هغوی په ويناوو کې ځېنې داسې خبرې وکړې چې د رياست او ادارو پرضد وې. ادارو ته د اور اچولو خبرې وشوې. ځېنې نورو کسانو چې د دوی [پښتون ژغورنې غورځنګ] کوربانه ول، هغوی دا هر څه په بشپړه توګه تاييد کړه نو هغوی هم په دې اقدام کې شامل شول.))

په رپورټ کې ويل شوي چې ويناوالو خلک بغاوت ته راپارول

په رپورټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر غړي او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا او نورو کسانو د نومونو ذکر شوی دی او ويل شوي چې دوی خلک بغاوت ته راپارول. د لغاري په وينا دغه کسان به نيول کېږي او عدالت ته به وړاندې کېږي.

پر دې سربېره په قلعه سيف الله کې هم پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي غونډه کې د ويناوالو او منتظمينو پر ضد رپورټ درج کړی دی چې له پښتونخوا ملي ګوند سره د اړه لرونکي بلوچستان اسمبلۍ د غړي نواب اياز خان جوګېزي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو خان زمان کاکړ او محسن داوړ نومونو يې په سر کې دي.

د دا ډول اقداماتو هدف دوی له نورو ولسي غونډو راګرځول دي
محسن داوړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ نن مشال راډيو ته وويل چې د دا ډول اقداماتو هدف دوی له نورو ولسي غونډو راګرځول دي.

((دا فشار دوی مخکې هم پر منتظمينو اچولی و او د سياسي ګوندونو مشرانو ته به يې ويل چې ځانمرګی در روان دی او د سياسي ګوندونو غړي به يې له ګډونه منع کول. د دوی هغه ټولې حربې ناکامه شوې نو اوس دوی په مستقبل کې د دغه پاڅون د مخنيوي لپاره اېف ای ار درج کوي.))

د نوموړي وينا وه چې ((د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له خپلو سرونو تېر دي او اېف ای ار خو ډېر وړوکی شی دی.))

محسن داوړ تور پورې کړ چې رياست د هغو ډلو د مشرانو پرضد هېڅ ډول اقدام نه کوي چې کرکه خوروونکي ويناوې کوي او رياست او ملګرو ملتونو يې پر ډلو بنديزونه لګولې دي.

ويناوالو د پاکستان د ايين او قانون خلاف خبرې نه دې کړي بلکې له پښتنو سره د روان ظلم پر ضد يې غږ پورته کړ
رضا محمد رضا

بلخوا پخواني سېڼېتر رضا محمد رضا د پوليسو د رپورټ په غبرګون کې نن مشال راډيو ته وويل چې دوی په ږوب کې د وينا پر مهال د پاکستان د ايين او قانون خلاف خبرې نه دې کړي بلکې له پښتنو سره د روان ظلم پر ضد يې غږ پورته کړ.

((پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې موږ امن غواړو. زموږ په وطن کې دې ترهګري ختم کړل شي. زموږ په وطن کې دې ماورای عدالت قتلونه ختم شي. زموږ په وطن کې ناروا چېک پوسټونه چې د خلکو د کورونو لارې يې بندې کړي دي، هغه دې ختم کړل شي او زموږ په سيمو کې دې ماينونه ختم کړل شي.))

نوموړي زياته کړه چې دا مهال ((په ټول هېواد کې له پښتنو سره ناروا سلوک کېږي او د سر او مال حفاظت نه لري.))

رضا محمد رضا زياته کړه چې په ږوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ږوب ټولو لویو او کوچنيو سياسي ګوندونو ګډون کړی و او په دې اړه يې له انتظاميې وار له مخه لا په ليکلې بڼه اجازت اخېستی و.

قلعه سيف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او ځايي سياسي او مدني فعالانو د مارچ پر نهمه په ږوب ښار او د مارچ پر ۱۰مه په قلعه سيف الله کې راغونډو شوو زرګونو کسانو ته ويناوې وکړې او غوښتنه يې کوله چې د پښتنو بې عدالتي وژنې دې بندې کړل شي او د دوی په وينا د امنيتي ادارو لخوا تر تم کړل شوي په زرګونه پښتانه دې راخوشي کړل شي. دوی دا هم وويل چې د پښتنو په سيمو کې دې د پوځ امنيتي پوستې ختم کړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتين په مشرۍ د مارچ د نهمې په سهار د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه روان شو او په قبايلي سيمه درازنده کې له ولسي غونډې وروسته يې په ږوب، قلعه سيف الله، خانوزۍ او وروسته د مارچ پر ۱۱مه په کوټه کې ولسي غونډه وکړه چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو ګډون پکې کړی وو.

XS
SM
MD
LG