د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وايي هېواد به یې له ایران سره تجارت سېوا کولو لپاره لا نورې هڅې کوي.
د پاکستان سرکاري راډیو وايي نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د ملاقات په وخت کړي دي.
په دغه موقع عباسي وویل چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پرامن افغانستان ډېر مهم دی او د دې لپاره به اسلام اباد او تهران په ګډه کار کوي.
بلخوا جواد ظریف خپل پاکستاني سیال خواجه اصف ته ویلي چې دواړو هېوادونو ته د ترهګرو پرضد همکاري پکار ده.
جواد ظریف پرون په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال خواجه اصف ته وویل ایران او پاکستان دوست هېوادونه دي او شریکه پوله لري،نو دواړو لپاره دا مهمه ده چې د ترهګرو فعالیتونو مخنیوي او پر پوله د امنیت یقیني کولو لپاره ټینګه همکاري وکړي.
جواد ظریف د ۳۰ کسیزه پلاوي ترڅنګ د اتوار د ورځې راهیسې د پاکستان په درې ورځني سفر دی.
په ایراني وفد کې سیاستوالان او سوداګران شامل دي.
ایران او پاکستان نزدې تعلقات لري خو له هغې وروسته پکې تناو راغلی چې پاکستان د ایران سیمه ایز مخالف هېواد سعودي عرب ته د روزنې او لاښوونې لپاره خپلو ځواکونو استولو اعلان وکړ.