د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې د نجونو پلورلو ډله نیول شوې


د ډېره اسماعيل خان د پولیسو چارواکي وايي چې په سیمه کې يې يو داسې ډله نيولې ده چې د کم عمر جينکۍ يې خرڅولې.

د دغې ډلې نيونکی د پهاړي پوره تاڼې اېس اېچ او شاه جهان تېر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا ډله يې د تېرې جمعې په ورځ (نهم مارچ) نيولې ده:

''موږ ته د تيرې جمعې په شپه اطلاع ملاو شوه چې له بنو يو کس راغلي دي او له ځان سره یې څلور نابالغه جينکۍ د خرڅولو په نيت راوستې دي، نو بیا موږ چاپه ووهله او هغه څلور جينکۍ او پنځه کسان مو له یوه کوره ونيول.''

د شاه جهان په خبره نيول شوي کس په ابتدايي پلټنو کې دعوا کړې وه چې څلور واړه د هغه خپلې لوڼه دي خو د ګل په ورځ په عدالت کې د بیان ورکولو پر مهال ثابته شوه چې په دغو کې يوه د نيول شوي کس لور وه او نورې د بل چا لوڼه وې.

''عدالت ته مو وړاندې کړل او د ۱۶۴ دفعې لاندې يې بیان ورکړو، عدالت دغه جينکۍ خپل مور پلار ته حواله کړې دي، په دغو کې يوه د ملزم سعدالله لور وه او نورې د بل چا لوڼه وې.''

پولیس چارواکی شاجهان وايي چې په دغو کې د يوې چې عمر يې ۱۳ کاله وو، سودا په دوه لکه اویا زره او د بلې چې عمر یې ۱۴ کاله وو په دوه لکه دېرش زره شوې وه. د ده په خبره عدالت ته د وينا پر مهال د جينکو مور پلار ويلي دي چې هغوی غريب خلک دي او ملزم سعدالله د هغوی لوڼه په خپل کور کې د نوکرۍ ورکولو په نيت بیولې وې.

XS
SM
MD
LG