د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا سېکريټرېټ روغتیا څانګه کې د درغلیو پلټنې کېږي


د خيبر پښتونخوا د احستاب اداره وايي چې د تېرې جمعې په ورځ د یادې ادارې ډايرېکټر فرمان الله جان په مشرۍ غونډه کې د فاټا سېکريټرېټ روغتیا ادارې د پوليو په څانګه کې د مالي درغليو په اړه د پلټنو کولو پرېکړه کړې ده.

د ګل/دوشنبې ماښام د یادې ادارې د مطبوعاتو څانګې مرستیال ډايريکټر میا وقار له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې پلټنو په اړه وويل، د درغليو پرضد د احتساب قا مي ادارې هلې ځلې دوام لري.

په دې لړ ورته د فاټا سېکريټرېټ روغتیا څا نګې په بېلا بېلو منصوبو کې د درغليو شکايتونه شوي وو، او د تيرې جمعې په ورځ یې په دې اړه د پلټنو کولو پرېکړه وکړه.

دا پلټنې به څلور مياشتې وخت اخلي بیا به د ذمه وارو تعين کېږي او که څوک په دې کې ککړ وي نو هغوی به نیول کېږي.

خو بلخوا په فاټا سېکريټرېټ کې د روغتیا ادارې ډايريکټر جنرل ډاکټر جواد حبيب خان مشال راډيو ته وويل چې دوی به په دې پلټنو کې له احتساب ادارې سره پوره پوره مرسته کوي.

ډاکټر حبيب وايي، که څه هم دوی ته لا پوره مالومات نه دي ورکړل شوي خو د ابتداي مالوماتو له مخه دا پلټنې به په ۲۰۱۲م او ۱۳ز کال کې د پوليو ضد واکسین کمپاين په اړه کېږي.

ډاکټر جواد حبيب وايي، دا لومړی ځل دی چې په فاټا سېکريټرېټ کې د روغتیا څانګې پرضد پلټنې کوي خو زیاتوي چې له احتساب ادارې سره به هر ډول مرستې کوي چې دغه پلټنې منطقې انجام ته ورسي او ذمه وارو کسانو ته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG