د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې یوه ترکۍ الوتکه لوېدلې، ۱۱ تنه وژل شوي


ایران: ایراني ژغورندویان د ترکۍ نسکورې الوتکې پاتېشوي لټوي. ۱۲ مارچ ۲۰۱۸
ایران: ایراني ژغورندویان د ترکۍ نسکورې الوتکې پاتېشوي لټوي. ۱۲ مارچ ۲۰۱۸

یوه شخصي ترکۍ جېټ الوتکه چې له متحده عربي اماراتو استنبول ته په لار وه، د ایران په جنوب غرب کې نسکوره شوې چې په پایله کې یې په الوتکه کې سپاره ۱۱ کسان له وژل شوي دي.

د ایران سرکاري تلویزون د هېواد د بېړني مدیریت ادارې د مشر مجتبا خالدي له خولې خبر ورکوي، الوتکه چې د مارچ په ۱۱مه، له شارجې استنبول ته روانه وه،د خرابې هوا له وجې په کرد ښار کې له یوهغره سره ټکر خوړلی او بیا یې اور اخېستی دی.

اسنا خبري اژانس وايي په الوتکه کې د عملې درې کسان هم سپاره وو چې هغه هم وژل شوي دي.

د ترکي د سره صلیب ادارې مشر خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په الوتکه کې اته مساپر وژل شوي دي. کریم کنیک وايي، په مسافرو کې لږ تر لږه یو تن د حسین باسران په نوم د یوې تجارې کورنۍ غړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG