د اسټریا پولیس وايي، په ویانا کې د ایران د سفیر استوګنځي څخه د باندې، یو تن تر هغه وروسته ووژل شو چې یو پهره دار/ساتونکی یې په چاړه ووهلی.
د پولیسو ویاند هېرالډ سوروز نن دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي بریدګر ۲۶ کلن وو او له ودانۍ بهر یوه بل پهره دار له خپلې کوټې ډزې پر وکړې او هغه یې ځای پر ځای وواژه.
د بریدګر لخوا د چړې په حمله کې د پهره دار مټه ټپي شوې ده.تر اوسه لا نه ده جوته چې د بریدګر موخه څه وه؟
چارواکي وايي بریدګر په ویانا کې اوسېدلو خو اصلا د اسټریا د ټایرل سیمې سره یې تړاو درلود.
پولیس وايي، له دې پېښې وروسته یې د بهرنیو سفارتونو امنیت ټینګ کړی دی.