له لیکوالې نادیه هاشمي سره مرکه
ډاکټر نادیه هاشمي افغان نژاده امریکایۍ مېرمن ده. نوموړې د انګریزۍ ېبې لیکواله او د ماشومانو ډاکټره ده. نادیه د ډیموکرېټ ګوند له خوا د مېریلېنډ له شپږمې ضلعې د امریکې د کانګرس په ټاکنو کې نومانده ده. هغې څلور ناولونه لیکلي دي،چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د افغانو مېرمنو پر ژوند پکې رڼا اچولې ده. د ډیوه راډیو خبریالې نایله محمد ورسره خبرې کړي او دا ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.