د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه روانه ده


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک او د سازمانونو استازي او مشران ورغلي دي.

د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې، د هزاره ډېموکریټېک پارټۍ غړي او مشران، د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو څخه خلک او د اسلام اباد د قایداعظم او اسلامي پوهنتون زده کوونکي د ډلو په صورت کې نن د جلسې ځای ته ورسېدل.

دا خلک چې جلسه ګاه ته ورتلل نو په لاسونو کې یې د وژل شویو وکیلانو او ورکو کسانو انځورونه نیولي ول. د جلسې په ځای کې یو شمېر بینرې لګېدلې دي او فعالان خلکو ته وینا ګانې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG