د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د عاصمې رانۍ په وژنه ککړ کس نیول شوی


پراګ - د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر صلاح الدين مسود د پاکستان رسنیو ته تصديق کړی چې د کواټ د طب زده کوونکې عاصمې راني په وژنه ککړ مرکزي ملزم مجاهد الله اپرېدی په متحده عرب اماراتو کې نيول شوی دی.

د پوليسو مشر د زیارت یا پنجشنبې پر ماښام وویل، د اپرېدي د نيولو په اړه به نور معلومات له اماراتو سره د اسنادو تر تبادلې وروسته په ډاګه کړي.

مسود وايي، له درېو اوونیو راهیسې د متحده عرب اماراتو له پولیسو سره په رابطه کې وو.

د مجاهد اپرېدي د ګرفتارۍ خبر تر هغه وروسته ورکړل شوی چې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د عاصمې رانۍ تر وژنې وروسته د هغه نوم نړیوالو پولیسو ته ورکړ چې بیا د نوموړي د نیولو نړیوال وارنټ خپور شو.

د جنورۍ پر ۲۷ د اېبټ اباد د یوه میډیکل کالج زده کوونکې عاصمې رانۍ پر وژنه په ټولنیزو رسنیو خلکو غبرګون وښود او له حکومته د هغې د وژونکیو د نیولو غوښتنې وشوې.

د پاکستان سپریم کورټ هم د پېښې نوټس واخېست او د کواټ پولیسو د رانۍ تر وژنې وروسته د مجاهد یو ورور صادق اپرېدی نیولی وو.

XS
SM
MD
LG