د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ - په کواټ کې د زده کوونکې عاصمې خور صفیې راني هغه خبرونه ناسم بللي چې پولیسو یا حکومت ورباندې فشار کړی چې د خپلې خور د وژنې په اړه دې د هغوی پر کارکردګۍ انتقاد نه کوي او خپل بیان دې بېرته واخلي.

صفیې راني د ګل پر ورځ (د فبرورۍ پر پینځمه) مشال راډيو ته وویل، شخصي ټېلېوېژن د دې څرګندونې سمې نه دي خپرې کړې:

(([ټېلېوېژن] له ځانه خبره لیکلې. ما ورته داسې هېڅ نه دي ویلي. هغوی له ما څخه د پولیسو د کارکردګۍ تپوس کړی– چې تاسې یې پر [ټېلېوېژن] کتلای شئ – نو ما ورته وویل چې زه به پر هغه ورځ د دوی کارکردګي بیانوم چې دوی [ملزم] ونیسي او د پانسي تختې ته یې وخېژوي. نو هغه ورځ به زه هر څه وایم، خو فی الحال زه نه [د پولیسو ستاینه] کوم نه ورپسې څه [بد] وایم.))

صفیې راني دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاکستان یوه ټېلېوېژن په خبرونو کې د هغې له خولې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا پولیس او حکومت ورباندې فشار کوي چې خپل بیان واپس واخلي.

صفیه وايي، روانه میاشت یې د بلې خور نزیلت راني امتحانونه دي خو د وېرې له کبله کالج ته نشي تللای.

خو صفیه وايي، د دې او د کورنۍ یې یوازې له انصاف سره کار دی که هغه هر څوک ورکوي:

((هغه که موږ ته عمران خان راکوي، چیف جسټس یا ارمي چیف (د پوځ مشر) او که وفاقي وزیر – چې هر څوک وي – بس موږ ته صرف انصاف په کار دی.))

دې وویل، د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیسو څخه یې تمه ده چې په پېښه کې ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي او انصاف ورکړي.

رپورټ په غږ کې دلته واورئ

د عاصمې راني خور وايي، کورنۍ یې انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

عاصمه راني په اېبټ اباد کې د میډیکل کالج د درېیم ټولګي زده کوونکې وه او خور یې وايي، د ژمي په چوټیو یا رخصتیو کې کواټ ته تللې وه چې مجاهد الله اپریدي او صادق الله اپریدي د کور مخې ته وویشته.

د کواټ پولیسو د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د عاصمې د وژنې په تور یې د مجاهد ورور صادق الله اپریدی نیولی. د پولیسو ویاند فضل نعیم ویلي ول چې مجاهد د عمرې ویزه لرله نو سعودي عرب ته تښتېدلی ځکه دوی د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) په ذریعه له نړیوالو پولیسو (انټرپول) څخه د هغه د نیولو غوښتنه کړې.

خو صفیه وايي، د پاکستان او خیبر پښتونخوا چارواکي دې له سعودي حکومت سره هم رابطه وکړي او د تورن کس د نیولو په برخه کې دې ورڅخه مرسته وغواړي.

بس موږ ته صرف انصاف په کار دی.
صفیه راني

پولیسو د اتوار پر ورځ د شاهزېب په نوم د یوه بل کس نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه له مجاهد اپریدي سره سعودي عرب ته په تېښته کې مرسته کړې وه.

پولیس وايي، عاصمه د جنورۍ پر ۲۷مه وژل شوې وه. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې نوموړې په ژوبل حالت کې د مجاهد اپریدي نوم اخیستی وو چې هغه ورباندې ډزې کړې دي.

د عاصمې خور صفیه راني وايي، کورنۍ یې بېوزله ده او پلار یې سرکاري ملازم دی. صفیه له څو کلونو راهیسې له هېواده بهر اوسي، هره ورځ هم کار کوي او هم زده کړې پر مخ وړي او د خپلو خویندو او وروڼو د تعلیم او د یوې معذوره خور او ورور د علاج لپاره پیسې برابروي.

صفیه وايي، د عاصمې تر مړینې وروسته یې پلار غلام دستګیر خان ((څو ځلې ناروغه شوی)) او روغتون ته تللی دی.

د عاصمې بله خور نزیلت راني په کواټ کې د قانونپوهنې د څانګې محصله یا زده کوونکې ده. صفیه وايي، روانه میاشت یې د خور امتحانونه دي خو د وېرې له کبله کالج ته نشي تللای.

د پاکستان سپریم کورټ هم د عاصمې د وژنې نوټس اخیستی او د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود امر کړی چې په پېښه کې ککړ ټول کسان دې ژر ونیسي.

XS
SM
MD
LG