د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د افغانستان په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ مشکوک وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې نن (شنبه) په یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د هلمند د لښکر ګاه په خوش کابه سیمه کې عملیات وکړل چې پر دې مهال یې اته نور مشکوک وسله وال نیولي هم دي.

ادارې په بیان کې ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې له دغو کسانو د ځان وژونکو واسکټونو تر څنګ نور بارودي مواد هم نیولي دي او د وسله والو مرکز هم تباه کړل شوی دی.

بلخوا په پکتیکا ولایت کې هم افغان امنیتي ځواکونو د عملياتو پر مهال وسله تر لاسه کړې ده.

اخوا د افغانستان د روغتيا وزارت نن په یو بیان کې ویلي چې د جمعې پر ورځ د کابل په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی. په شيعه مېشته سیمه دشت برچي کې په دغه برید کې ۲۲ کسان ژوبل شوي ول.

د برید مسوليت اسلامي دولت وسله والې ډلې [داعش] منلی و.

XS
SM
MD
LG