بريتانوي پولیسو هغه څلور کسان نیولي دي چې په لندن کې د ایراني سفارت ودانۍ ته ورختلي وو او په ظاهره يې د ایراني حکومت پرضد د احتجاج په توګه بېرغونه هسک کړي وو.
پولیس وايي چې د مارچ پر نهمه نېټه يې څلور کسان چې د دوی په تحویل کې وو، سفارتي سیمې ته په غیر قانوني توګه د ورننوتو او عمارت ته د زیان رسولو د جرم په شک نیولي دي.
دغه کسان د سفارت ودانۍ ته په ورننوتو کې بریالي نه شو او درې ساعته وروسته په خپله خوښه راکوز شول.
د ایران د ریاستي خبري اژانس د راپور تر مخه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام غاصمي په پېښه کې بريتانوي حکومت ته احتجاج کړی دی.