د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورتېس: د بالکان سیمې پر ولس د روسیې فشارونه په زیاتېدو دي


په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قوماندان خبرداری ورکړی چې د بالکان د سیمې پر خلکو د روسیې فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.
هغه ویلي، اړینه ده چې امریکا او ناټو په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

جنرال کورتېس سکاپارواټي پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې دا خبرې وکړې.

هغه وویل، امریکا متحده ایالتونو د روسیې سایبري بریدونو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی.

په بالکان کې د مونټینګرو وړوکی هېواد تېر کال د ناټو د ۲۹ غړي په توګه ومنل شو، هغه څه چې د روسیې له انتقاد او په مونټینګرو کې د مسکو د پلویانو له مخالفت سره مخ شو.

جنرال کورټېس سکاپارواتي چې په اروپا کې د امریکايي او ناټو پوځیانو لوړپوړی قوماندان دی، د سناتورانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روسیې بریدونه متصور دي که څنګه، وویل چې د بالکان په اړه اندېښمن دی.

هغه وویل، روسیې په دې سیمه کې کار پیل کړی، خو امریکا او ناټو هېره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG