د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سټیلو او المونیمو پر توکیو مالیه لګولې


امریکايي ولسمشر له سټیلو او المونیمو څخه د جوړولو شیانو پر درامد نوې مالیې لګولې دي.

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په دې نویو اقداماتو کې البته کاناډا او میکسیکو نه دي شامل کړي او نورو ملګرو هېوادونو ته یې هم امکان پرېښی دی چې له دې مالیو څخه د بچ کېدو لپاره پر متبادلو لارو خبرې وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اعلان پر وخت پخوانۍ څرګندونې تایید کړې چې امریکا به د سټیلو د شیانو پر درامد ۲۵ فیصده او له المونیمو څخه پر جوړو شیانو ۱۰ فیصده مالیه لګوي.

ده وویل، دا کار د امریکا د ملي امنیت د ضروریاتو پوره کولو لپاره کوي.

دا نوې مالیې به په راتلونکو ۱۵ ورځو کې عملي شي.

ټرمپ وویل له ملګرو هېوادونو سره د خبرو له لارې په مالیو کې بدلون راوستو ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG