رپورټونه وايي، د پنجشنبې په ورځ په تهران کې یو شمېر ښځې هغه مهال ونیول شوې چې هغوی د ښځو نړیوالې ورځې لمانځلو لپاره د غونډېدو هڅه وکړه.
د ښځو د حقونو فعالانو د پنجشنبې په ورځ د کار وزارت مخې ته د سوله ییز احتجاج اعلان کړی وو.
دې ښځو روانه اوونۍ په یوه بیان کې ویلي ول چې د هېواد د ښځو په حیث دوی غواړي چې په ټول کال کې یوازې یوه ورځ ښارونه خپل کړي، کوڅو ته ووځي او بیا د ورځې په پای کې کورونو ته ستنې شي.
پر ټولنیزو رسنیو خلکو خبر ورکړی چې پرون چې ښځو او سړیو په تهران کې د ورغونډېدو هڅه وکړه نو امنیتي ځواکونو منتشر کړل او له رپورټونو سره سم لسګونه کسان ونیول شول.