د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسټریا کې یو افغان د چړې د برید په تړاو نیول شوی


د اسټریا چارواکي وايي، یو ۲۳ کلن افغان په ویانا کې په چړو د څلورو کسانو وهل او سخت ژوبلول منلي او وايي چې ((دی د ژوند حالاتو په عذاب کړی وو.))

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، دې مشکوک کس د خپل یوه ۲۰ کلن افغان ملګري او د یوې بلې کورنۍ د درو غړو ژوبلول منلي دي.

پولیسو د دې افغان سړي نوم نه دی ښکاره کړی خو وايي، دی یې د شورو یا چارشنبې پر شپه ناوخته د ۲۰ کلن ملګري تر ژوبلولو وروسته ونیوه.

پر دې سړي تور دی چې پر هم هغه شپه ماخستن مهال یې د یوې کورنۍ ۶۷ کلن پلار، د هغه ۵۶ کلنه ښځه او ۱۷ کلنه لور په چړو ووهل.

چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې افغان وګړي پر هغې کورنۍ ولې حمله کړې خو وايي، دې مشکوک کس پولیسو ته ویلي چې ژوبل شوی افغان سړی پېژني او هغه یې ځکه په چاړه وواهه چې دی یې په نشو روږدی کړی وو.

پولیس وايي، دې کس ویلي چې د ژوند حالاتو پارولی او خپه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG