د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ د امریکا پرمختګ ادارې ( یو اېس اېډ ) او د سولې تعلیم او پرمختګ ادارې ځوانو مېرمنو په درناوي غونډه وکړه. د یو اېس اېډ په مالي مرسته د دغو مېرمنو د ‘کامیابۍ پر لوريلارې ‘ پروژه کې برخه لرله.
په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ له لوري د فبرورۍ په ۸ مه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دغو ۳۰۰ مېرمنو سربېره چې حرفوي زده کړې یې ترلاسه کړي، یادې پروژې ۱۴۰۰ نورو نجونو ته هم د کار او مهارت روزنه ورکړې ده.
خبر پاڼه وايي ځوانو مېرمنو ته د روزنې ترڅنګ په مالي توګه هم له دوی سره مرسته شوې چې هغوی د کار کولو جوګه کړل شي.