د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین بولدک: پر امنیه قومندانۍ برید پای ته ورسېد


افغان چارواکي وايي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د امنېه قومندانۍ او شهرا پر لیوا د وسله والو حمله د دوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

د ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني بېګا مشال راډیو ته وویل چې په شپه کې د سپین بولدک د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې پر لیوا چاودنه او د دوو حمله کوونکو لخوا حمله وشوه.

نوموړي وویل په پېښه کې درې پولیس سرتېري ټپيان شوي دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته ويلي چې بریدګر له دوو زیات کسان ول او په پېښه کې څلور نور پولیس سرتېري ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG