د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې ډرون برید ۲۳ وسله وال طالبان وژلي


رپورټونه وايي، د شورو په ورځ امریکايي ډرون الوتکو د افغانستان د کونړ ولایت په سري سلطان شاه سیمه کې برید کړی چې پکې یې د طالبانو یو کمانډر هلال مرکز په نښه کړی دی.

د طالبانو سرچینو نن مشال راډيو ته ویلي چې په برید کې ټول ۲۳ طالبان وژل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان، پېښور او اسلام اباد کې د استخباراتي ادارو لوړ پوړیو چارواکیو له مشال ریډیو سره په خبرو کې د برید تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې په حمله کې د تحریک طالبان پاکستان امیر ملا فضل الله زوی عبدالله هم وژل شوی دی خو طالبانو د دغه خبر پخلی نه دی کړی.

استخباراتي چارواکیو دا هم وویل چې په نښه شوي مرکز کې نوي برتي شوي وسله وال په تربیت اخېستو بوخت ول چې برید ورباندې وشو.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې د څه باندې ١٥ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې ورځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید د چارشنبې ورځ د شلتن ولسوالۍ د چنار بانډې سيمې په چوګام کلي کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى شوی چې پکې د هغوى وسلې او وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

بلخوا د کونړ ولايت ځينې سرچينې وايي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى عبدالله هم وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې د دې ډلې ګڼ شمېر نور مشران او ځانمرګي بريدګر هم شامل دي.

راپورونه وايي چې په دغو بريدونو کې د استاد ياسين په نامه د ځانمرګو بريدګرو روزونکى هم وژل شوى دى.

اړوند مطالب

پاکستان په کورمه کې د امریکا ډرون برید وغانده

کورمه: 'ډورن برید ۲۳ وسله وال وژلي'

کورمه کې ډرون برید د حقاني شبکې درې وسله وال وژلي

XS
SM
MD
LG