د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې تره خپلې درې ورېرې وژلې


د هنګو ضلعي پوليس وايي چې په کورمه وال کلي کې یو تره له خپلو زامنو سره یوځای خپلې درې ورېرې چې عمرونه يې د ۱۲/ ۱۴/ او ۱۶ کلونو ول د تېر اتوار په ورځ دغير ت په نامه وژلي دي.

د دې وژنو په اړه پوليس چارواکي آصف ګوهر مشال راديو ته بېګا ماښام وويل چې نيول شویو کسانو خپل جرم منلی دی:

''دا خبره د دوی لپاره د عزت مسله وه. تره به خپلو ورېرو ته ويل چې له کوره بهر مه وځئ، ځکه چې مور پلار یې جلا شوي ول. په دغه ورځ هم درې واړه خويندې نېږدي بل کلي کې له خپلې مور سره ملاوېدو له تللې وې چې واپس راغلې نو تره ورته په بهر تلو غوسه وو. لومړی یې وهلې وې او بیا یې ویشتلې وې. دوې هم په هغه ځای کې مړې شوې وې او یوې په روغتون کې ساه ورکړې وه.''

آصف ګوهر مشال راډيو ته وويل چې د پروسږ کال د دسمبر په ۲۵مه نېټه دې درې واړو خويندو کې يوې چې نجمه نومېږي په ځايي تاڼه کې د خپل پلار پرضد د جنسي تېري رپورټ درج کړی وو، چې بیا له طبي معاینې پس په پلار یې دغه تور ثابت شو، او اوس په جېل کې دی او له هغې پس دغه کورنۍ بېله شوه.

''له دغې پېښې پس د علاقې مشرانو د دوی په منځ کې د روغې جوړې هڅه وکړه خو د دې جينکو مور له کوره ولاړه، او فيصله دا وشوه چې جينکۍ به د پلار په کور کې اوسېږي او وړوکی ورور به یې له مور وي. ترونو د درې واړو خویندو د پرورش ذمه واري اخېستې وه، خو ترونو به دوی منع کولې چې له کوره به بې له اجازته بهر نه وځئ.''

اصف ګوهر زیاتوي چې وژل شوې جينکۍ په خپل کلي کې د ګل په ورځ خاورو ته وسپارل شوې او وايي چېدا مهال یې د دې وژنو په تور څلور کسان سره د وسلې نیولي دي او دوه کسان لاهم پټ دي.

که څه هم په ۲۰۱۶ ز کال کې په پاکستان کې د ناموسي وژنو د مخنيوي لپاره قوانين جوړ شوي دي خو د غيرت په نامه د نړيوالې اګهۍ ادارې ( ايچ بي وي ای ای) د ۲۰۱۷م کال د راپور له مخې هر کال په پاکستان کې تر ۱۰۰۰ زیاتې ناموسي وژنې کېږي خو ذمه وار يې بیا ځکه له سزا بچ شي چې کورنۍ یې وبخښي.

XS
SM
MD
LG