ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټره تهمینه جنجوعه په روانه اونۍ کې امریکا ته رسمي سفر وکړي.
پاکستاني چارواکي وايي، نوموړې به په واشنګټن کې یوه اونۍ تېروي او هلته به د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره خبرې اترې کوي.
دا له هغه وروسته ده چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوې لوړ پوړې سلاکارې لیزا کرټیس تېره اونۍ په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره لیده کاته وکړل.
د امریکا او پاکستان اړیکې له هغه راهیسې خرابې دي چې ولسمشر ډونلډ ترمپ پاکستان ترهګرو ته د پټنځایونو په ورکړه تورن کړ.
پاکستان دا تورونه نه مني.